د شمالي کوریا پولیسو درېیم امریکایی نیولی

Submitted on Wed, 05/03/2017 - 11:55

د شمالي کوریا دولتي اژانس منلې چې یو امریکایی وګړی په دغه هېواد کې د ناوړه کړنو په تور نیول شوی دی. نیول شوی کیم سانګ‌ دوک نومېږي او په ټوني کیم مشهور دی. نوموړی د اپرېل په ۲۲مه د شمالي کوریا د پیونګ یانګ په هوايي ډګر کې نیول شوی دی. 

د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس ویلي، ښاغلي کیم هڅه کوله پخپلو کړنو د شمالي کوریا خلق ډیموکراټیک جمهوریت نسکورېدو ته لاره هواره کړي. ویل کېږي نوموړي تر نیول کېدو یوه میاشت وړاندې د پیونګ یانګ د علم او ټکنالوژۍ پوهنتون کې د محاسبې په برخه کې تدریس کاوه. یاد پوهنتون په ۲۰۱۰ کال کې له شمالي کوریا بهر د انجیلي مسیحیانو له خوا جوړ شو چې ډېری استادان یې امریکايي وګړي دي.

کیم سانګ دوک درېیم امریکایی وګړی دی چې په دا وروستیو کې د امریکا او شمالي کوریا تر منځ د اړیکو له خړپړېدو وروسته نیول کېږي. امریکا پر جنوبي کوریا د شمالي کوریا له اړخه د هر ډول برید د دفاع خبره کړې او شمالي کوریا بیا ویلي که امریکا دغسې وکا، دوی به هم اټومي ګوزار پرې وکړي.

© BBC