انتوني جاشوا د نړۍ د درانه وزن اتل شو

Submitted on Wed, 05/03/2017 - 13:18

انتوني جاشوا د نړۍ د خورا درانه وزن سیالي وګټله او په خپل مسلک کې یې د ډبلیو بي اې ویاړ خپل کړ.

دغه ځوان برتانوي سوکوهونکي د برتانیا په ویبلي لوبغالي کې د اوکراین ویلادیمر کلیچکو د سیالۍ په یوولسم پړاو کې له ډګر ووېست. ۲۷ کلن جاشوا د نړۍ پېژندلی بوکسر کلیچکو ته د نږدې ۹۰ زره نندارچیانو په مخ کې په پنځم پړاو کې پر ځمکه وغورځاوه، خو ۴۱ کلیچکو هم په شپږم پړاو کې جاشوا پر ځمکه وغورځاوه، چې په تېرو ۱۸ سیالیو کې ور سره مخ شوی نه و.

له دواړو پړاوو وروسته په خطرناک وضعیت کې معلومېدل، چې ډېر وخت به یاد ساتل کېږي، تر دې چې جاشوا په یوولسم پړاو کې خپل سیال ناک اوټ کړ.
ویلادیمیر کلیچکو چې سر بداله و، له مراندې یا طناب سره ودرېد هغه هم په دې هېله چې لوبڅار ډیویډ فیلډ یې وژغوري.

© BBC