کیم کارداشیان: د پاریس غلا بېل شخصیت رانه جوړ کړ

Submitted on Wed, 05/03/2017 - 13:30

د ''واقعیت'' تلوېزیون ستورې کیم کارداشیان ویلي، تېر کال پاریس کې له هغې نه د غلا پېښې بېل شخصیت جوړ کړی، داسې چې پر مادیت لږ باور کوونکې شوې ده.

کارداشیان د فرانسې پلازمېنې پاریس په یوه لوکس استوګنځي کې د وسله والو غلو منځ کې ایساره شوه، دوو غلو د پولیسو یونیفورم درلود. هغې د 'ایلین دیجینریس شو' په نوم تلوېزیوني پروګرام ته ویلي، دغې پېښې یوه موخه درلوده: ''پوهېږم دا لېونتوب دی، خو په دې هم پوه یم چې دې پېښې ما ته یو هدف درلود.''

۳۶ کلنې کارداشیان تېره میاشت په یوه وېډیو کې د غلا د یادې پېښې په اړه خپل احساسات شریک کړي وو چې په وینا یې دې داسې انګیرله چې ګني مړه به شي!. خو کله چې په 'ایلین دیجینریس' پروګرام کې ددغې شېبې په اړه د خپلو احساساتو په اړه ترې وپوښتل شول، د هغې ځواب دا و چې: ''هغه وخت مې دا دعا کوله چې زه خو جنت ته ځم او هیله مې دا ده چې ماشومان او مېړه مې په خیر وي.''

دا وايي: ''خو لکه چې پوهېږئ، دا پېښه ژر تېره شوه. اوه - اته دقیقې ځور و، خو کله چې هغه پېښه رایادوم او تحلیلوم یې، نو داسې انګیرم چې ښايي تر دې هم ناوړه کېدای شوای. 
نو نه غواړم ځان ناشکره ښکاره کړم، پېښه پخیر تېره شوه او زه کور کې خوندي یم، یو غوره شخصیت رانه جوړ شو، راځئ چې ژوند ته داوم ورکړو.'' کارداشیان په مرکه کې ویلي، اوس د خپلو ماشومانو نارټ ویسټ او سېنټ ویسټ پر غوره روزنې بوخته ده: ''مخکې رښتیا هم مادي پرسته ښځه وم.''

ځینې رپوټونه وايي، کارداشیان وروسته تر هغه پر خپل انسټاګرام سل زره مینه وال له لاسه ورکړل، چې پاپارازي یې مکسیکو کې د رخصتۍ پرمهال په بکیني کې نیمه لغړ انځورونه خپاره کړل.

© BBC