د مصرۍ ښځې وزن ۲۵۰ کیلو کم شوی

Submitted on Wed, 05/03/2017 - 13:44

د هندوستان د ممبۍ ښار سیفي روغتون چارواکي وايي، له مصر څخه د وزن کمولو لپاره د ور وړل شوې ایمان احمد عبدالعاطي وزن له عملیاتو وروسته له ۵۰۰ کلیو څخه ۲۵۰ کیلو ته تیټ شوی دی.

د ۳۶ کلنې ایمان احمد په اړه ویل کېدل چې په نړۍ کې د ډېر وزن لرونکې ښځه ده، خو اوس یې چې وزن بایللی، ښايي خپل وزني مقام له لاسه ور کړي. د هغې د کورنۍ غړي وايي، اغلې احمد عبدالعاطي د وزن له لاسه له تېرو ۲۵ کلونو له کوره بهر نه ده وتلې، خو اوس د روغتون چارواکي وايي، له وزن کمېدو وروسته نوموړې تر ډېرې مودې پر څوکۍ کېناستلی شي. د هغې درملونکی "ډاکټر مزفل لکړاوالا" وايي، وزن به یې په تدریج کم شي. په کوچنیوالي کې د مغزي ګوزڼ له امله لا هم د هغې د بدن یوه برخه شله ده. هغه لا هم په خبرو او خوړولو کې ستونزې لري.

روغتون دې ته په تمه دی چې د ایمان احمد وزن دومره کم شي چې هغه د (سي ټي سکین) په ماشین کې ځایه شي. ډاکټران غواړي پوه شي چې د هغې د مغزي ګوزڼ لامل څه دي.

د ایمان کورنۍ وايي، د نوموړې وزن د زېږون پر مهال پنځه کیلوګرامه و او وروسته په ایلیفانټیاس ناروغۍ اخته شوه. د دې ناروغۍ له امله د لاسونو او بدن نورې برخې عفوني او پړسېږي.

© BBC